د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف امریکا ته سفر او د افغانستان سولې خبرې


د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، هیله لري چې امریکا ته د پاکستان د وزیر اعظم نواز شریف څلور ورځنی سفر به د افغانستان د سولې د عمل لپاره ګټور وګرځېږي.

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو د کمیټې ریيس حبیب الله فوزي مشال راډیو ته وویل ، دوی له امریکا غوښتنه کوي چې د سولې عالي شورا او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو په عمل کې پاکستان همکارۍ ته راضې کړي.

فوزي وویل، امریکا د پاکستان د اوږدې مودې متحد او مرستندویه هیواد دی او کولای شي پر پاکستان فشار راوړي .

د سولې عالي شورا دې چارواکي د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف نه هم وغوښتل چې د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
XS
SM
MD
LG