د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ټاکنو جنګسالاري او بیوروکراټ نوماندان


له دې سربېره په دغه فهرست کې د ځینو ټیکنوکراټانو نومونه هم شامل دي. په دې کې د هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د نړیوال بینک یو چارواکی دی.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي د اتوار په ماښام د افغانستان د راتلونکي کال د ولسمشریزو انتخاباتو د امیداوارنو په نومونو کې د هېواد د تر ټولو زیاتو طاقت لرونکو چارواکو او د بدنامو جنګ سالارانو نومونه مخې ته راغلي دي.


دغه هېواد چې د طالبانو د واک دولس کاله پس هم د جمهوریت په هڅه کې دې، د انتخابي کاندیدانو لوړ نومونه د افغانستان د جدید سیاست یو اړخ ښيي چې پکې هر چا ته برابر موقع ورکړل کیږي. خو ورسره دا هم ښکاره کوي چې په افغانستان کې اوس هم د غیر رسمي زور لرونکو کسانو لخوا د طاقت استعمال کیږي چې یو وارې یې دغه هېواد ټوکړې ټوکړې کړی و.

ورځپاڼه لیکي دغه انتخابات په داسې یو نازک وخت کې کیږي چې بهرني ځواکونه د 2014م کال تر آخره له هېواده د وتلو تیاری کوي او د افغانستان او امریکا تر مینځ تعلقاتو کې هم مسلې موجودې دي چې ورسره کیدای شي د دواړو تر مینځ اوږد مهاله سټراټيژيک او امنیتي سند لاسلیک نشي. د غربي چارواکو په خبره په ښه توګه انتخابات او یو اهل امیدوار د منتخبېدلو سره د تېرو لسو کالو لاس ته راوړنې محفوظه پاته کیدای شي. خو ورځپاڼه لیکي یو انتخابي شخړه خرابې نتیجې لرلې شي.

د اپریل د انتخاباتو لپاره تر ۲۷ زیات امیدواران رجسټر شوي دي چې د هر یو کس سره دوه مرستیال صدراتي امیدوارن هم شامل دي. په نایب امیدوارانو کې د حامد کرزي ورور ، یو مذهبي عالم چې ورباندې تورونه دي د هزاره ګانو خلاف ېې د خونړي کمپين مشري کړې ده ، یو بل طاقتور او لانجمن کس چې د بلډوزر په نامه مشهور دی، د ملېشو یو پخوانی مشر چې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تشدد او لوټمار کولو تورون ګرځولی او یو بل ازبک مشر چې د جنګي جرمونو لپاره ېې نوم یادېږي، شامل دي.

له دې سربېره په دغه فهرست کې د ځینو ټیکنوکراټانو نومونه هم شامل دي. په دې کې د هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د نړیوال بینک یو چارواکی شامل دی. دغه راز د اپوزیشن یو مشر چې پخوا یو لوړ پوړې ډپلومېټ هم پاتی شوی دی په دغو نومونو کې مخې ته راغلی دی.

ډېلي ټيلي ګراف ورځپاڼې په پاکستان کې د جینکو او هلکانو د تعلیم د کمې شرحې په اړه مقاله لیکلې ده. بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان انتخاباتي امیدوارنو په حقله لیکنه کړې ده چې پکې د بیوروکراټانو او جنګ سالارانو نومونه مخې ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG