د لاسرسي ځای

تازه خبر

هغوی د خپل جهالت بندیان دي


ملاله یوسفزۍ د برمنګم روغتون کې د درملنې پر مهال.۱۹ اکتوبر۲۰۱۲م کال
ملاله یوسفزۍ د برمنګم روغتون کې د درملنې پر مهال.۱۹ اکتوبر۲۰۱۲م کال

ورځپاڼه د دې د خرابو نتیجو په حواله لیکي چې دا وخت په پاکستان کې شپېته فیصده ښځې او تر نیمايي زیات سړي لیک لوست نه شي کولې.

ډېلي ټيلي ګراف لیکي تېر کال پر ملالې یوسفزۍ تر حملې مخکې د یو ماشوم وژنه جرم ګڼل کېدلو، تر دې حده چې پاکستاني طالبان هم په دې حق کې نه وو. خو بیا ملاله یوسفزۍ هغه وخت د وسله والو د ډزو ښکار شوله، کله چې هغه له سکوله و کور ته روانه وه. هغه سخته ژوبله شوه خو بچ پاتې شوه او علاج ېې د برمنګهم په کویین الزبت روغتون کې وشو.


د ورځپاڼې په خبره هغه چا چې د طالبانو پر بربریت یې شک کولو، دا پېښه یې یو حتمي ثبوت و ګرځېدلو. د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي طالبانو پېغلې جینکۍ وهلې خو کله ېې ماشومان نه وژل. د هغه په خبره داسې فکر یې کولو چې د دوی به هم خپل څه اصول او قدرونه وي.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو له خولې لیکي په پاکستان کې پنځم جماعت ته یواځې اووه شپېته ۶۷ فیصده جینکۍ او یو اتیا ۸۱ فیصده هلکان ځي. ورځپاڼه لیکي ګاونډي هېواد هند ته په کتلو سره په پاکستان کې دغه شمېر ډېر کم دی، چې هلته د جینکو او هلکانو د دواړو د تعلیم شرح سل فیصده ده. ان تر دې چې په یوګانډا او زمبیا کې هم دغه شرح تر نوي فیصده زیاته ده.

ورځپاڼه د دې د خرابو نتیجو په حواله لیکي چې دا وخت په پاکستان کې شپېته فیصده ښځې او تر نیمايي زیات سړي لیک لوست نه شي کولې.

پاکستان یو ایټمي وسله لرونکې هېواد دی خو زیاتره خلک پکې خپل نوم نه شي لیکلی. د ورځپاڼې په خبره دغه قامي ناکامي نه یواځې د هېواد په غریزیو او لرې پرتو سیمو کې تر سترګو کېږي بلکې په پنجاب غوندې شتمنه صوبه کې هم په کلیوالو سیمو کې سرکاري سکولونه ته د ماشومانو تګ د صفر برابر دی او دغه شان مشران هم بې تعلیمه دي. دغه شان حالات د افریقا په غریبو هېوادونو او کلیو کې هم نه دی بیان شوی لکه څنګه چې په پاکستان کې دي.
XS
SM
MD
LG