د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ نړیوال جام سیالیوته لار پيدا کړه


د افغانستان او کينيا د کرکټ ټيمونو نن په شارجه کې يو ورځنۍ نړيواله پنځوس اووريزه مسابقه وکړه.

د افغانستان او کينيا د کرکټ ټيمونو نن په شارجه کې يو ورځنۍ نړيواله پنځوس اووريزه مسابقه وکړه.


پچه افغانستان وګټله خو کينيا ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

کينيا د خپلو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ٩٤ منډو هدف وټاکه.

افغانستان وکړاى شول چې هدف په اسانۍ پوره کړي او دغه مسابقه وګټي. په دې توګه افغانستان د ٢٠١٥م کال نړيوال جام ته لار پيدا کړه.

دې هدف ته د رسېدو لپاره بايد افغانستان له کينيا دوې پنځوس اووريزې لوبې ګټلې واى. لومړۍ لوبه يې د چهارشنبې په ورځ وګټله او دويمه دا يې نن جمعه وګټله.

نن جمعه په توپ اچونه کې د حميد حسن رول بيا هم جوت و، چې په ٤١م اوور کې يې دوه لوبغاړي په پرله پسې توګه وسوځول.
XS
SM
MD
LG