د پاکستان د سیند صوبې حکومت پریکړه کړې ده چې په دغه صوبه کې د ټولنیزو اړیکو په ځینو ویب پاڼو بندیز ولګوي. حکومتي چارواکي وایي دا پریکړه یې په دې موخه کړې چې د ترهګرو د خپل منځۍ اړیکو مخه ونیسي او په دغه صوبه کې امن ټینګ کړي.
د زیارت (پنجشنبې پر ورځ) په کراچۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن وویل په ټوله صوبه او په تېره د امن د ټینګښت لپاره د دوی حکومت د ټولنیزو اړیکو په ځینو ویب پاڼو د بندیز لګولو پریکړه کړې ده. نوموړي وویل ددې درې میاشتني بندیز پریکړه یې ځکه کړې چې ترهګر او بدامني خورونکي د یو بل سره د اړیکو لپاره د ټولنیزې میډیا څخه ګټه پورته کوي.
(( ترهګر اوس په ټېنګو، وائبر، وټس اپ او سکایپ له یو بل سره په رابطه کې اوسي. ترهګرو مخکې د خپلمنځي اړیکو لپاره له موبایل او ټلیفون څخه څخه کار اخیستو اوس دوی په انټرنیټ رابطې کوي. موږ په دې اړه نن مرکزي حکومت ته لیک استوو چې په سیند صوبه کې په دغو سایټونو بندیز ولګوي))
بلخوا د پاکستان کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار ویلي دي هغه په ذاتي طور د بندیز لګولو په حق کې نه دی. خو که د سیند حکومت له خوا ورته وویل شي په دې اړه به غور کوي.
یاده دې وي په پاکستان کې له تېر څه باندې یو کال راهسې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼه یوټیوب باندې هم بندیز لګوی شوی دی. په یاده پاڼه د اینوسینس اف مسلم په نامه د فلم د چلېدو روسته بندیز لګیدلی دی. ددې نه څه موده مخکې د ټولنیزو اړیکو په بله پاڼه فیسبوک هم د څه وخت لپاره بندیز لګول شوی و.
د شخصي ازادۍ لپاره کارکونکو کسانو د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د لګیدونکو بندیزونو په اړه د سیند حکومت پر پریکړه سختې نیوکي کړي دی ، او دایې د خلکو د شخصي ازادۍ پر ضد عمل بللی دی.
د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن په یادو ویب پاڼو د بندیز د پریکړې په سر له خلکو بخښنه غوښتې او ویلي یې دي د تلیفون له لارې د ترهګرو ترمنځ په اړیکو دوي نظر لرلی شي خو د انټرنیټ له لارې د دغو عناصرو د یو بل سره په اړیکو نظر لرل حکومت ته ګرانه وه نو ځکه په یادو وېب پاڼو بندیز لګول ددوي مجبوري ده.
ددې ترڅنګ د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر ویلي په تیره یوه میاشت کې پولیسو او رینجرو په کراچۍ ښار کې ۳ زره چاپی وهلی دي او ۱۴۰۰ مفرور کسان یې نیولي دي. هغه زیاته کړه په دې موده کې ۱۴ پولیس سرتیري هم وژل شوي دي.
یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د زیاتې شوې بدامنۍ په ضد د ستمبر د میاشتې په لمړۍ لسیزه کې د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې په ترسره شوي ټول ګوندیز کانفرنس کې په دغه ښار کې د عملیاتو پریکړه شوې وه . د هغې راوسته د ښار په یو شمیر برخو کې د پولیسو او رینجر ځواک د سرتیرو لخوا عملیات دوام لري چې پکې تراوسه د چارواکو په خبره د دوه نیمو زرو څخه زیات مشکوک کسان نیول شوي دي.