د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې پنځه زره بمونه ناکاره کړل شوي


د شفقت ملک افسرانو په کمپيوټر کې عدالت ته په پټه د بمونو او لوړ پوړو پوليس چارواکو ته په ډاک کې ليږل شوي بمونه هم ناکاره کړي دي.

روئټرز خبري اژانس پخپل يوه ځانګړي رپورټ کې وايې، د خيبر پښتونخوا بم ناکاره کوونکې ادارې له دوه زره نهم کال راهيسې تر پنځه زره زيات چاوديدونکې آلې ناکاره کړي دي.


اژانس زياتوي، په داسې حال کې چې له تيرو دوولس کلونو راهسې پاکستان په شدت پسندی کې راګير دی د دې هيواد پوليس د وسائلو له کمښت سره مخامخ دی.

دروئټرز په خبره امريکا له دوه زره يو کال راهیسي پاکستان ته شاوخوا ديرش اربه ډالره ورکړي دي خو له دې پيسو څخه پوليسو ته د پوځ په مقابله ډيري لږ ورکړل شوي دي.

د اژانس په خبره پوليسو ته چې کومي لږ پيسې ترلاسه شوي هم دي په هغو کې بيا بيخي کمې پيسې بم ناکاره کوونکې ادارې بم ډسپوزل سکواډ ته ورکول کيږي.

د روئټرز په وينا له دوه زره نهم کال څخه بيا تر ننه د خيبر پښتونخوا د بم ناکاره کولو ادارې تر پنځه زره زياتې چاوديدونکې آلې ناکاره کړي دي چې پکې ممکنه ځانمرګي ماشومان او له بارودو بار ټرکونه هم شامل دي.

د خيبر پښتونخوا بم ډسپوزل سکواډ مشر شفقت ملک روئټرز خبري اژانس ته ويلي، کله چې يې په لومړي سر کې کار پیل کړی نو د چاوديدونکو آلو د تارو د پريکونکو کارکوونکو تعداد د ګوتو په شمير وو.

خو د ده په خبره د دوی اداره اوس لس بوی لټوونکي سپيان، شل بم ناکاره کوونکې جامې او له برتانيا څخه راوړل شوي د ريموټ کنټرول بم ناکاره کوونکي څلور روبوټ لري خو دا هر څه اوس هم نا کافي دي.

روئټرز زياتوي د بمونو د ناکاره کولو پرته د شفقت ملک ډله بايد د لوړ پوړو شخصياتو، عدالتونو، کليساګانو، د پوليسو د مرکزونو، حکومتي دفترونه، مظاهرو، د لويو کسانو جنازې او د بهرنيو هيوادونو د ماموريتونو ساتنه هم وکړي.

د شفقت ملک افسرانو په کمپيوټر کې عدالت ته په پټه د بمونو او لوړ پوړو پوليس چارواکو ته په ډاک کې ليږل شوي بمونه هم ناکاره کړي دي.

خو اژانس وايې، د بم ډسپوزل سکواډ د کارکوونکو شمير اته ديرش دی چې دا شمير ډیر لږ دی او پکې به شاوخوا نهه کسان په راتلونکي کال کې ريټائر شي او ځینې بيا د ښه نوکريو په لټون دي.

شفقت ملک روئټرز خبري اژانس ته ويلي، له دوی سره بيخي بجټ نشته او یوازي ليونانيان دغه نوکري کولی شي.

د روئټرز خبري اژانس په وينا له نورو خطرونو سره سره د بم ډسپوزل سکواډ د کارکوونکي د نورو پوليسانو په شان تنخواوې اخلي او د ترقۍ يا پروموشن لپاره هېڅ يو نظام نلري. د دې ادارې دټولو کارکونکو شمير بايد يو سل ديرش وای خو دا وخت اويا فیصده پوسټونه يا عهدې خالي دي
XS
SM
MD
LG