د امریکا ولسمشر براک اوباما به د اکتوبر میاشتې په پای کې له پاکستانې وزیراعظم نواز شریف سره وویني. د سپینې ماڼۍ ویاند نن پر پنجشنبه وویل، چې دواړه مشران به داکتوبر پر ۲۳مه نېټه د تندلاریتوب او امنیت په باب خبرې اترې وکړي.
په یوه خبرپاڼه کې هغه ویلي دي: چې اوباما، ((له نوازشریف سره لیدو ته سترګې پر لاره دی، چې په یوه باثباته، پرامنه او غوړېدلي پاکستان کې موږ خپلې ګډې ګټې څنګه پر مخ یوسو.))
واشینګټن ته د شریف سفر له هغې شېبې سره جوخت اعلان شو چې د جمعې پر ورځ اوباما له هندي وزیر اعظم من موهن سینګ سره ولیدل.
په جون کې د نواز شریف له وزیراعظم کېدو وروسته په پاکستان کې د اسلامي اورپکو بریدونو زور اخیستی دی.
په دې وروستیو کالونو کې د واشینګټن او اسلام اباد اړیکې ترینګلې پاتې شوي چې لویه وجه یې په ۲۰۱۱م کال په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژنه او د پاک افغان پولې په اوږدو کې د مذهبي تندلارو پر پټنځایونو د امریکايي بې پایلټه ډرون الوتکو بریدونه دي.