د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ۳۰ تورن کسان ونیول شول


کراچۍ کې د امنیتي ادارو لخوا هدفي عملیات دوام لري. چارواکي وایي په دغو عملیاتو کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې په جرمونو په تور یې ۳۰ کسان نیول شوي دي.


د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات بیګا رسنیو ته وویل، پولیس او رینجر ځواکونه په ګډه دا عملیات کوي چې له وجې یې په تیرو څو ورځو کې د ښار امنیت له ورایه ښه شوی دی او نور به هم ښه شي.

د سند صوبې د اطلاعاتوزیر شرجیل میمن تیر ماښام خبریالانو ته وویل امنیتي ادارو تر دې دمه ګڼ شمیر ورانکاري نیولي دي خو ځينې د هېواد نورو برخو او ځينې بهر هېوادونو ته په تېښته بریالي شوي دي.

بلې خوا په کراچۍ کې د روانو عملیاتو خلاف د ایم کیو ایم ګوند احتجاج هم جاري دی. د یادونې وړه ده چې ددې عملیاتو لپاره د کراچۍ ټول سیاسي ګوندونه سلا شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG