د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز خټک : د ملاکنډ نه پوځ وباسو



د خیبر پښتونخوا حکومت د ملاکنډ نه د پوځ د ویستلو اعلان کړی دی. د مشال راډیو د خبریال د خبر له مخې له مخې د صوبې وزیراعلی پرویز خټک تیره ورځ د مالاکنډ سیمې نه د پوځ د ویستلو مرحله وار منظوري ورکړې ده .

د پریکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د بونیر او شانګلې نه پوځونه ویستل کیږي، اوډیر زر به د سیمې واک حکومتي چارواکو ته وسپارل شي. د وزیراعلی ویاند شیراز پراچا په دې اړه د اتوار په سهار مشال راډیو ته وویل :

(( وزیر اعلی پرویز خټک په اصولي توګه ددې خبرې منظوري ورکړې ده، خو د سیمې حالاتو ته په کتلو سره به ورو ورو په دې خبره عمل کیږي. ))

د دغه فیصلې ترمخه دا کار به د اکتوبر د میاشتې نه پیلیږي. په سوات او نورو سیمو کې په ۲۰۰۹ م کال کې د وسلوالو خلاف د عملیاتو وروستو پوځ ځای پر ځای کړل شوی وو.دپاکستان پوځ تراوسه په دې پریکړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د پښتونخوا د وزیر اعلی د ویاند شیراز پراچا سره د مشال د همکار ګل ایاز مرکه لاندې اوریدلای شئ :


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG