د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: سکولونو کې د ماشومانو داخیلېدو کمپاین


پښتونخوا: سکولونو کې د ماشومانو داخیلېدو کمپاین
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:16 0:00

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک او د واکمن ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د صوبې سرکاري ښوونځیو (سکولونو) ته له تعلیمه بې برخې ماشومانو د داخلیدو کمپاین پرانیست، چې یوه میاشت به دوام لري . د پښتونخوا د تعلیم وزیر محمد عاطف خان په وینا دا مهال په صوبه کې خواوشا ۲۶ لاکه ماشومان له تعلیمه محرمه دي. د ده په خبره حکومت یې هڅه کوي چې ګڼ ماشومان د دې پروګرام له مخې په ښوونځیو کې داخل کړي. یاده دې وي چې په سکولونو کې د داخلېدو کمپاین د نړیوالو ادارو یونیسف ،یو ایس اې ای ډي سېو دې چلډرن، او د ډي ایف آی ډي په مالي او ټېکنیکي مرستو پیل شوی وو، چې پرانسته یې یو کال وړاندې پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي په لاس شوې وه. له پېښوره د خالد خان ویډيو

XS
SM
MD
LG