د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول



په کندهار کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې ووژل شول. د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دو تنو ځانوژونکو د ولسوال دفتر ته د ننوتلو هڅه کوله چې د پولیسو لخوا ووژل شول.


دپنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي مشال رادیو ته وویل چې دغه ځان وژونکو دپولیسو جامې اغوستې وې او په ځان پوري يې چاویدونکې مواد هم تړلي ول.

دولسوال په وینا په پېښه کې بل چاته زیان نه دی رسیدلی او یوازې حمله کوونکي وژل شوي.

ولسوال دغه راز وویل چي دده په دفتر کې دقومي مشرانو غونډه روانه وه چي دغه پیښه رامنځ ته شوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG