د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د تر هګرۍ خلاف ټول ګوندیزه غونډه


د پاکستان حکومت د روانې مياشتې په نهمه نېټه ټول ګوندیزه غونډه رابللې ده چې پکې د ترهګرۍ د مخ نيوي په چارو غور کېږي.


د مشال راډیو خبریال وايي، د هېواد داخله وزير چوهدري نثار علي خان د مختلفو سياسي ګوندونو مشرانو سره په ټيلي فون خبرې کړي او هغوي ته یې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په غوڼده کې په ګډون کولو رضا ښودلې خو د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ويلي، د پارټۍ د خپلو مسلو له وجې په غونډه کې ګډون نه شي کولې.

خو ویلي یې دې چې که حاجي عدیل ته بلنه ورکړل شو نو وربه شي
په یاده غونډه کې به په دې خبرې کېږي آیا د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات وشي او که څنګه.

د دې تر څنګ د ملي امنیت د مسودې په هکله به هم سلا مشوره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG