د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو کتابونو کې ماشومانو ته کرکه ښودل کېږي


سرچینه: اېکسپرېس ټرېبیون
لیکواله: مدیحه افضل
ژباړه: هارون باچا

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دي ايکسپريس ټرېبيون) په يوه مقاله کې ليکوالې مديحه افضل د دې هېواد د سرکاري سکولونو په درسي نصاب کې د غير اسلامي اديانو پر ضد د کرکې خپرولو موضوع ته کتنه کړې ده.


په ليکنه کې د سېند صوبې د سکولونو له پاره د درسي کتابونو جوړولو د حکومتي ادارې لخوا د چاپ شوي پاکستاني مطالعاتو د کتاب مثال ورکړل شوی دی.

د کتاب په يوه برخه کې ويل شوي چې سيد احمد شهيد بريلوي په برصغير پاک و هند کې د شيطاني طاقتونو پر ضد مبارزه وکړه. د ليکنې له مخې، د شيطاني طاقتونو کليمه له سېک مذهب سره تعلق لرونکيو کسانو له پاره کارول شوې ده.

د ليکوالې په اند، د ياد کتاب د پيل د پاڼو په يو شمېر جملو کې، چې د پاکستان د نظريې په تړاو ليکل شوي دي، په دغه هېواد کې د غير مسلمه تنانو د اوسېدو پر ضد د زده کوونکو د احساساتو پارولو هڅه شوې ده.

د پاکستان د مطالعاتو په دغه کتاب کې زده کوونکي د خلکو تر مينځ د ژبې، قام، رنګ ، کلتور او غربت او يا هم مالدارۍ په بنياد له تفريق کولو منع کړل شوي دي.

خو ليکوالې پوښتنه کړې چې ولې ماشومانو ته نه دي ويل شوي چې د مذهب پر اساس تفريق کول هم ښه کار نه دی؟

دغه راز په ياد کتاب کې زده کوونکو ته ښودل کېږي چې د پاکستان او هند تر مينځ شوې د ۱۹۶۵ م کال په جګړه کې پاکستاني پوځيان د هند د هغو پر وړاندې لکه د غر ودرېدل او ناپاکه عزايم يې ورته له خاورو سره خاورې کړل.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د پاکستان په سکولونو کې ماشومانو ته ويل کېږي چې له هندوانو تر بيلېدو مخکې، مسلمانان د زياتي ښکار ول. برتانويانو د هندوانو له سياسي ډلې کانګرس سره په ګډه د مسلمانانو پر ضد دسيسې جوړې کړې. دغه راز له پاکستانه د بنګاليانو بيلېدل هم د يو نړيوال سازش نتيجه بلل شوې ده.

د مقالې ليکونکې يوه بله پوښتنه هم کړې چې وايي، آيا ضرروري ده چې موږ د پاکستانيو ماشومانو ذهنونه، د دې له پاره چې ورته د پاکستان په وجود کې د راتلو يو معقول جواز وړاندې کړو، د نورو مذهبونو او هېوادونو خلاف له کرکې ډک کړو؟

په ليکنه کې وړانديز شوی چې موږ بايد د پاکستان او هند پر تقسيم د شوي نوي تحقيق پايلې په ريښتونې توګه د دې هېواد د درسي کتابونو په نصاب کې شاملې کړو.
XS
SM
MD
LG