د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د کندوز چاودنه نا اسلامي کار بللی دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کندز ولايت کې د یوه جومات دننه چاودنه له اسلام سره دښمني وبلله.
دغې چاودنې پرون د ارچي په ولسوالي کې د ولسوال شیخ صدرالدین سعدي په ګډون اته تنه ووژل او شپاړس نور یې ټپیان کړل.
ویل کیږي چې چاودنه د جومات دننه د یوې فاتحې پر مهال وشوه.
د ولسمشر د دفتر نه خپور شوی د خبرپاڼه له مخې، ولسمشر کرزي دغه برید یو وحشي عمل بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG