د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو وزارت كي يوه ښځه ویانده شوه


د ایران اسلامي جمهوریت په تاریخ کې په لومړي ځل یوه ښځه د هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر دندې ګمارلې ده.


مرضیه افخم د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو څانګې مشره وه.

تر دې مخکې روانه اوونۍ د وزارت اوسني ویاند عباس ارغچي ویلي ول چې تهران دا پلان هم لري چې یوه ښځه سفیره کړي.

ولسمشر حسن روحاني، لا مخکې دوه ښځې د لوړو دندو له پاره نومولې دي. یوه به د ده مرستیاله ولسمشره وي او بله به یې د ښځو چارو په اړه مشاوره.

تر دې مخکې پر روحاني انتقاد شوی وو چې په کابینې کې یوه ښځه هم نه لري. روحاني ژمنه کړې ده چې په ټولنه کې د مساوات له پاره به ښځو له پاره زیاتې موقعې برابروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG