د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو لپاره په افغانستان کې نوی ایتلاف جوړ شو


د افغان حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو نوی اېتلاف وايي، د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته به خپل یو شریک کاندید اعلان کړي.


سیاسي اېتلاف دا اعلان پرون تر خپلې لومړۍ غونډې وروسته وکړ. دا اېتلاف ځان ((د افغانستان انتخاباتي اتحاد)) په نوم یادوي او په کې د حکومت ۱۳ مخالف ګوندونه شامل دي.

په یاد اېتلاف کې زیاتره ډلې او کسان د پخواني شمالي اتحاد دي. شمالي اتحاد په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو رژیم نسکورولو له پاره له امریکا سره مرسته وکړه.

تر اوسه په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو له پاره نوماندان نه دي ښکاره شوي.

ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د عبدالرب رسول سیاف، ډاکتر عبد الله عبد الله او ډاکتر اشرف غني احمد زي نومونه د انتخاباتو ممکنه کاندیدانو په توګه یاد کړي دي.

په افغانستان کې ولسمشریز انتخابات د ۲۰۱۴ز کال د اپرېل په میاشت کې کېدونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG