د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د تشدد په پېښو کې۱۴ کسان وژل شوي


په کراچۍ کې پولیس وایي، د ښار په بیلا بیلو برخو په تېر یو شواروز کې څوارلس کسان وژل شوي دي .


د تشدد پېښې د ښار په کارادر، بلدیه ټاون ، لاینز اریا او نورو سېمو کې مخې ته راغلي دي.

د سرکاري راډیو ترمخه نن د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د کابینې غونډې ته په وینا کې وزیر اعظم نوازشریف په کراچۍ کې د تاو تریخوالې د پېښو نوټس اخیستې. او د دغه د مسلې د حل لپاره یې د کابینې خصوصي غونډه هم رابللې ده .

بلخوا په سند اسمبلۍ کې د مخالف ګوند متحده قامې موومنټ په ښار کې د زیاتې شوې بدامنۍ د مخنیوي لپاره د پوځ ګمارلو کولو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG