1. د پاکستان وزيراعظم وايي د ملک امنيتي ادارې د ترهګرۍ په مخنيوي کې ناکامه شوي دي. نوموړي پرون په د وزيراعظم په حيث قام ته په خپله لومړۍ وينا کې کې طالبانو ته د مذاکراتو دعوت ورکړ خو زياته يې کړه چې د ترهګرو خلاف له زوره هم کار اخيستلی شي. هغه وويل چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه پاليسۍ باندې له سره غور وکړي.
2. د پاکستان د پوځ پخوانی مشر او واکمن پرويز مشرف د پخوانۍ وزيراعظمې بينظير بوټو د قتل په کيس کې هغې ته د پوره امنيت د نه برابرولو له وجې په رسمي توګه تورن شوی دی.
3. د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان د خيبر پښتونخوا په حکمران ګوند تحريک انصاف تور لګولی چې د امن راوستلو لپاره هيڅ پاليسي نه لري. هغه تحريک انصاف مشر عمران خان هم په دوه مخي پاليسۍ تورن کړ.
4. د افغانستان د کورنيوو چارو وزارت وايي په اروزګان ولايت کې د سلو په خوا او شا کې د اولسي وګړو په وژنه تورن جنګ سالار د نيولو حکم يې ورکړی.
5. نن د افغانستان او پاکستان د فټبال لوبډلې د خوا او شا ديرش کلونه وروسته کابل کې سره يوه دوستانه لوبه کوي. چارواکي وايي دا به دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ د ښه کيدو سبب شي.
6. د مصر سرکاري رسنۍ خبر ورکوي چې د ليري شوي ولسمشر محمد مورسي د ګوند اخوان المسلمين يو مشر، محمد بديع نن په قاهره کې نيول شوی. نوموړی د اخوان المسلمين د ځينو نورو مشرانو سره تېره مياشت د تشدد په راپارولو تورن شوی وو.
7. ملګرو ملتونو له شام څخه غوښتي چې دغلته دې د رانې وسله والې شخړې پر مهال د ايټمي وسلو د استعمال د جاج اخيستلو لپاره ورغلي د دوي ټيم ته پوره پوره لاس رسی ورکړل شي.