د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د خپلواکۍ ۹۴مه کالیزه لمانځي


ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ منار مخې ته د ګلانو ګیډۍ کیښودله.
ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ منار مخې ته د ګلانو ګیډۍ کیښودله.

د افغانستان پاچا امان الله خان په نننۍ نېټه د انګرېزانو له بریتانوي امپراتورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ.



نن د دوشنبې ورځ (د زمري ۲۸مه) د افغانستان په لربر کې د دغه هېواد د خپلواکۍ ۹۴مه کالیزه لمانځل کېږي.


د افغانستان پاچا امان الله خان په نننۍ نېټه د انګرېزانو له بریتانوي امپراتورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ.

ولسمشر حامد کرزي د دې مراسمو په ترڅ کې دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ د منار مخې ته د ګلانو ګیډۍ کیښودله.

د جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په همدې مناسبت د یو شمیر هیوادونو مشرانو ولسمشر حامد کرزي ته د مبارکۍ پیغامونه هم را استولي دي.

اخوا په کابل کې د بریتانیا سفیر هم په همدې مناسبت د تبریکی یو پیغام لیږلی دی.

په دې پیغام کې د بریتانیا سفیر ریچارډ سټګ په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان او بریتانیا اړیکو ته اشاره کړې او د دوستی او متقابلو همکاریو پر اساس یې د دې اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

په پیغام کې دغه راز راغلي چې، بریتانیا د افغانستان سولې او ثبات ته ژمنه ده.
XS
SM
MD
LG