د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې موټر بم چاودنو ۲۸ تنه وژلي ۳۰ ژوبل


بغدار کې تازه بمي بریدونه ۲۸ تنه وژلي ۳۰ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00

بغدار کې تازه بمي بریدونه ۲۸ تنه وژلي ۳۰ ژوبل

د عراق وزیراعظم نوري المالیکي وايي، چې د دغه هيواد امنيتي ادارې به د وسله والو پر ضد عمليات تر هغو جاري ساتي چې مرګوني بريدونو یې ختم کړي نه وي

د راپورونو له مخې نن سهار د عراق د پلازمېنې بغداد د سخت امنیت سیمه (ګرين زون) کې چې د بهرنيو هيوادونو سفارتونه په کې دي، پله درو موټري بمي چاودنو او د سړک غاړې یوه بمي چاودنه کې ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات یې ژوبل کړي دي.


چارواکو په دغو چاؤدنو کې تر دې وړاندې د نهه تنو د وژنې او له ۳۰ زیاتو کسانو د ژوبل کېدو خبره کړې وه.

په دغو کې دوه چاودنې په شيیعه مېشتو سيمو کې او يو په داسې سيمه کې شوې ده چې شییعه ګان او سنیان ګډ په کې ميشت دي.

دا چاؤدنې له هغه يوه ورځ وروسته رامنځته شوې چې د دغه هيواد وزير اعظم نوري المالیکي ويلي ول چې د دغه هيواد امنيتي ادارې به د وسله والو پر ضد عمليات تر هغو جاري ساتي چې د مرګونو بريدونو مخه یې نه وي نيولې.

تر دا مها له په روان کال کې د تشدد په پيښو کې تر درو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG