راپورونه وایي، د مصر په قاهره ښار کې یو زیات شمیر کسان هغه وخت ووژل شول چې د مصر امنیتي قواوو په دغه ښار کې د پخوانۍ اسلام پاله صدر د پلویو مظاهره کوونکو د دو کمپونو د ختمولو لپاره عملیات پیل کړل.
راپورونه وایي په النهضه څلور لاری او الدعوه جومات کې پر جلوس کوونکو اوښکې بهونکې ګاز وشیندل شول او بکتر بند ګاډی او بلدوزر د چارشنبې په سهار دغو سیمو ته ور ننوتل.
عیني شاهدان وایي، کم تر کمه ۱۵کسان وژل شوي خو د مرسي اخوان المسلمین ګوند مطابق د وژل شویو کسان شمیر تر ۳۰رسیږي.
په عین حال کې د مصر د کورنیو چارو وزارت وایي هیڅ مظاهره کوونکې نه دی وژل شوی.
د مصری دولتي خبرې اژانس د ۲ امنیتي کسانو د وژل کیدو خبر هم ورکوي.
په مصر کې د شپږو هفتو راپدیخوا چې پخوانۍ ولسمشر محمد مورسی له واکه لری کړی شو مظاهر کوونکې په کمپونو کې را غونډ شوي دي.