د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ننګرهار د پولیسو مشرتابه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپيژندلي دي.
د دې وزارت د رسنیو څانګې مشال رآډیو ته وویل چې دغه کسان له دې امله عدلي ارګانونو ته ورپیژني چې تیره اوونی یې د دې ولایت په شیرزادو ولسوالی کې د یو قومي مشر د کورنۍ د ژغورلو لپاره عملیات وکړل چې دوه ویشت تنه پولیس پکې ووژل شول.
دوی وایي چې د کورنیو چارو وزارت لخوا د یو ټاکل شوي پلاوي د څیړنو پایلې ښيي چې دغه عملیات د مسلکي تکتیکونو په خلاف او د سیمې له ارزیابۍ پرته ترسره شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو چارواکو تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلي.