د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې د زندانونو امنیت سخت کړی شوی دی


دا د بنو زندان ور دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو مات کړی وو.
دا د بنو زندان ور دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو مات کړی وو.

کراچۍ - د سېند صوبې د جېلونو وزیر منظور وسان ویلي دي په ډي آی خان او بنو کې د وسله والو طالبانو له خوا په زندانونو تر حملو وروسته دوی د سېند صوبې د هغو زندانونو امنیت سخت کړی دی چې په کې په پاکستان کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو نیول شوي کسان ساتل کېږي.


په کراچۍ کې د چارشنبې پر ورځ، له خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي وویل د سېند صوبې په ښارونو کراچۍ، سکر او حیدراباد په جېلونو کې د ۲۰۰ په شا و خوا کې د نیول شویو جهادي ګوندونو غړي بندیان دي او دوی ته وار له مخه په دې جېلونو د حملو په اړه مالومات ترلاسه شوي دي.

((ترهګر د حملې له پاره اوله ترجیح د کراچۍ جېل ته ورکوي، د دوی دویمه ترجیح د سکر زندان دی، دغه راز د حیدراباد جېل هم د دوی د حملې په لېسټ کې شامل دی. په دې زندانونو کې د جهادي ګروپونو کسان بندیوان دي.))

منظور وسان زیاته کړه، دوی د کراچۍ په ګډون د سېند صوبې په نورو برخو کې د موجودو زندانونو د امنیت له پاره لازم امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

د کراچۍ، سکر او حیدراباد په جېلونو کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو تحریک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي په ګډون د یو شمېر نورو ډلو زنداني پلویان ساتل کېږي .

څو هفتې وړاندې په ځینو رسنیو کې داسې رپورټه خپاره شوي ول چې د سېند های کورټ پر قاضي جسټس مقبول باقر باندې د ترسره شوې حملې پلان په کراچۍ جېل کې دننه ترتیب شوی دی، دغه حمله چې په کې نوموړی جج زخمي شوی او د هغه ساتونکي ۹ پولیس سرتېري په کې وژل شوي و، پړه یې وسله والو طالبانو منلې وه.

تر هغې وروسته د رېنجر ځواک ۲۰۰ سرتېرو د کراچۍ په سنټرل جېل کې تر څو ساعتونو عملیات کړي ول او د کالعدم ګوندونو د پلویانو له بیرکونو څخه یې موبایل ټيلیفونو اوانټرنیټي آلې هم ترلاسه کړې وې. د پولیس چارواکو په وینا له دغو شیانو څخه د ترهګرۍ په پیښو کې کار اخیستل کېدای شو.

یاده دې وي د کراچۍ ښار له بیلا برخو څخه وخت په وخت قانون نافذونکې ادارې د عملیاتو په مهال د لشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر کسانو د نیولو ادعاوې کوي.

دغه کسان محکمې ته د وړاندې کولو وروسته د سزا تیرولو په موخه د کراچۍ په زندان کې ساتل کېږي . د جېل چارواکي وآی ځینې خطرناک زندانیان دوی د کراچۍ څخه د داخلي سېند نورو جېلونو ته هم د سزا تېرولو له پاره لېږدوی.
XS
SM
MD
LG