د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان:وسله والو دیو چارواکي په ګډون۴تنه وژلي



د ارزګان ولایت چارواکي وايي، نامعلومو وسلوالو ددې ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د پوهنې مدیر او درې نور ملکي کسان وژلي دي.


د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت مشال راډیو ته وویل، چې د خاص ارزګان ولسوالۍ د پوهنې مدیر عبدالهادي خان ، د هغه زوی، خوریی او یو کلیوال یې پرون د چارشنبې پر ورځ ناوخته له ولسوالۍ نه کور ته د تګ په وخت د وسله والو کسانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

که څه هم ښاغلي همت په دې اړه د تحقیقاتو خبر ورکړ خو ویې ویل چې اکثره وخت داسې حملې د دولت وسلوال مخالفین کوي.

هیڅ کومې ډلې تر اوسه د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG