د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کیو اېم د ولسمشرۍ ټاکنو کې د مسلم لیګ ملاتړ کوي


کراچۍ - متحده قامي مومنټ ګوند په پاکستان کې د جولایي پر ۳۰ مه په ترسره کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مسلم لیګ (ن) ډلې د نومولي شوي کاندید ممنون حسین ملاتړ اعلان کړی دی.


د جمعې پر ورځ په کراچۍ کې د اېم کیو اېم ګوند په مرکز ناین زیرو کې د مسلم لیګ (ن) ډلې له وفد (پلاوي، هیات) سره ولیدل.

تر دې وروسته د اېم کیو اېم ګوند د رابطه کمیټۍ مرسیتال کنونیر خالد مقبول صدیقي خبریالانو ته وویل دوی د ممنون حسین غیر مشروط حمایت کوي.

د مسلم لیګ (ن) ډلې رهنما او د د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار د اېم کیو اېم د دې حمایت مننه وکړه.

اېم کیو اېم د ولسمشریزو ټاکنو له پاره ۴۸ اېلېکټورل څوکۍ لري. د اېم کیو اېم ګوند له خوا د مسلم لیګ د کاندید د ملاتړ تر اعلان وروسته د ولسمشر کېدو له پاره د ممنون حسین د ټاکل کېدو امکانات روښانه شوي دي، او تمه کېږي چې نوموړی به تر ۴۰۰ څخه زیاتې رایې ترلاسه کړي.

څېړونکي وایي، اېم کیو اېم ګوند اوس مهال په سختو ستونزو کې دی او د دوی له مشر الطاف حسین څخه د لندن پولیس او سکارټ لینډ یارډ، د ډاکټر عمران فاروق د وژنې ترڅنګ په یو شمېر نورو کېسونو کې پلټنې کوي.

په کراچۍ کې د وفاقي اردو یونیورسټۍ د ژورنالېزم څانګې مشر ډاکټر توصیف احمدخان په دې اړه وایي:

((د برتانیې د کیسونو په حواله اېم کیو اېم ته دا ملاتړ یو ډول ګټه رسوي، د مسلم لیګ ن د کاندید تر حمایت وروسته دا څرګنده ده چې اېم کیو اېم به وفاقي حکومت کې شاملېږي او که داسې وشول نو کیدای شي د الطاف حسین پر ضد په برتانیا کې پیلې شوې پلټنې منطقي انجام ته ونه رسېږي. په دې کې مسلم لیګ ته دا ګټه ده چې هغوی کوشش کوي له اېم کیو اېم سره د اتحاد له لارې په کراچۍ کې امنیتي حالات سم کړي او په مرکز کې خپل حکومت له نیوکو خلاص کړي.))

نوموړي زیاته کړه د دې ملاتړ بد اثرات هم پر مسلم لیګ ډله کیدای شي او هغه دا چې دا ملاتړ د مسلم لیګ او د ده د اتحادیانو ترمنځ فاصلې زیاتولای شي.

له دې علاوه که د اېم کیو اېم او مسلم لیګ ترمنځ تر ممکنه اتحاد وروسته د کراچۍ امنیتي حالات سم نه شي نو بیا هم له دې اتحاد څخه مسلم لیګ ته هیڅ ګټه نشي رسیدای، او شاید د دې انجام هم د دې دواړو ګوندونو ترمنځ د پخوانیو اتحادونو د انجام په څېر شي.

د پاکستان پیپلز ګوند،عوامي نیشنل ګوند او مسلم لیګ (ق) ډلې کاندید رضا رباني د جمعې پر ورځ په ټاکنو کې د برخې نه اخیستو اعلان کړی دی.

همدا راز، د مسلم لیګ (ن) ډلې کاندید ممنون حسین مقابله به د تحریک انصاف له کاندید وجیهه الدین صدیقي سره وي.
XS
SM
MD
LG