د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین ټل: پر امنیتي سرتېرو حمله، ۲ وژل شوي، ۲۰ ژوبل


هنګو - د قبایلي سیمې اورکزو او هنګو په منځ کې د سپین ټل په نوم په یوه کې د امنیتي سرتېرو او وسله والو تر منځ په نښته کې د دوو سرتېرو په ګډون څلور وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، د جمعې او شنبې (خالي) په شپې شا و خوا ۲ بجې وسله والو د بلند خېلو پر امنیتي کلا حمله وکړه چې تر دې وروسته نښته پیل شوه.

په نښته کې تر ۲۰ پورې سرتېري ژوبل شوي هم دي.

چارواکي وايي، د کلا واک له فرنټییر کانسټیبلري سره دی.

دا چارواکي چې نوم نه ښيي وايي، له دوی سره د وسله والو دوه مړي هم دي.

دوی زیاتوي، په نښته کې یې وسله والو ته زښت زیان اړولی دی.

هلته تحریک طالبان پاکستان پر کلا د حملې پړه منلې ده. د جنوبي وزیرستان څانګې ډلې ویاند عاصم مسید (مسود، محسود هم بلل کېږي) له نامالوم ځایه مشال راډیو ته وویل، دوی د خپل ملګري فخر عالم د وژنې بدل اخیستو له پاره دا حمله کړې ده.

د وسله والو قوماندان فخر عالم موده مخکې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی وو.

طالبان وايي، په دې برید او نښته کې د دوی یو کس وژل شوی او دوه ژوبل دي.

دی ادعا کوي چې له ۱۰ تر ۱۲ پورې سرتېري یې وژلي دي. خو ازادې سرچینې د طالبانو د دې دعوې تصدیق نه کوي.

سپین ټل د کورمې او د خیبر پښتونخوا له هنګو سره لګېدلې سیمه ده چې د اورکزیو په حدودو کې راځي.
XS
SM
MD
LG