د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار چاودنو کې له ۵۰ زیات وژل شوي دي


د جمعې په ماښام په قبایلي سیمې کورمه کې په شویو دوو چاودنو کې د وژل شویو شمېر له ۵۰ زیات شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دوه پرله پسې چاودنې د پاړه چنار په پنجابي بازار کې هغه مهال وشول چې خلک د روژه ماتي له پاره د خواړو په اخیستو بوخت ول.

د اوسېدونکو په خبره، لومړۍ چاودنه د مرکزي امام بارګاه مخې ته وشوه او دویمه بیا پر سکول سړک وشوه.

د چاودنو له کبله ۲۵ کسان ځای پر ځای وژل شوي ول او نورو هغو په روغتونونو کې سا ورکړه.

د پاړه چنار روغتون مشر ډاکتر صابر حسین له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، په ټولو روغتونونو کې بیړنی حالت دی او له حیدريه او چنار په نوم د وینې له زېرمتونونو وینه تر لاسه کوي او د ژوبلو شویو درملنه کوي.

په دې دوو چاودنو ۱۸۳ کسان ژوبل شول چې د روغتیايي چارواکو په خبره په کې د ۲۵ روغتیايي حالت ښه نه وو نو ځکه یې د ټل او پېښور روغتونونو ته واستول.

د کورمې انتظامي چارواکي وايي، په وژل شویو کې زیاتره د بره کورمې اهل تشیع دي.

په دواړو چاودنو کې وژل شویو ته د پاړه چنار په امام بارګاهو کې غسل ورکړل شو او د خالي پر ورځ په خپلو پلرنیو کلیو کې خاورو ته سپارل کېږي.

د حملو پړه د انصار مجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې منلې ده.

په سیمه کې د اهل تشیع تنظیم انجمن حسینیه د درو ورځو ویر اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG