د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې۱۱تنه طالبان وژل شوي او نيول شوي دي



د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، افغان سرتېرو تېره شپه د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ژوبل کړي دي.


عمليات تېره شپه ناوخته د جلرېز په اسماعيل خېلو کلي کې شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، تر عملياتو وروسته د وسله والو موټر سايکلونه او وسلې سرتېرو ته ور پاتې شوي او زیاتوي، چې سرتېرو ته کوم ځاني زيان هم نه دی پکې اوښتی.

خو ګياني زياتوي چې نيول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو لاندې دي او ځينو خو يې منلې ده، چې ماينونه به يې جوړل، د سړک پر غاړو به يې خښول او وخت نا وخته به يې پر افغان او بهرنيو سرتېرو بريدونه هم کول.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG