د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امریکايي ځواکونو د وتو فیصله به ژر ونه شي"


د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني

سپینه ماڼۍ وایي، افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکایي ځواکونو د شمیر په اړه به فېصله ژر ونه شي.


د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل، ولسمشر براک اوباما په دې هم غور کوي چې امریکا تر دوه زره څوارلسم کال مخکې ټول پوځیان له افغانستانه وباسي او یا ځینې امریکايي ځواکونه تر دغه نیټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې کړي.

جې کارنې پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل، دواړه امکانات شته خودې لړ کې آخري فېصله به د افغانستان سولې او ثبات ته په کتو سره کیږي.

د یادونې وړ ده چې نړیوال جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پاې د افغانستان نه دوتلو پلان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG