د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا سختدریځی ملا له هیواده باسي


د رپورټونو ترمخه برتانیوي چارواکي به سخت دريځه ملا ابوقتاده له خپل هيواده وباسي.
برتانیوۍ ورځپاڼې، ټايمز نن خبر خپور کړی چې د برتانيا تر اته کالن کوشش وروسته به ابوقتاده د یکشنبې پر ورځ د هغه پلرني هيواد، اردن ته ولېږدول شي.
هلته به پر نوموړي د ترهګرۍ د الزامونو په لړ کې مقدمه چلېږي.

په برتانيا کې اوسېدونکی، ابوقتاده له ۲۰۰۱ کال راهيسې څو واره جېل ته لېږدول شوی.

د سپېن (هسپانیې) يو جج نوموړی په اروپا کې د القاعده د ترهګرې ډلې د وژل شوي مشر، اسامه بن لادن ښی لاس ګڼلی وو.
برتانیوي چارواکو د دې رپورټونو په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG