د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق ځانمرګی برید: ۱۵ وژل شوي دي


په عراق کې لږ تر لږه ۱۵ کسان په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي او ۳۲ ژوبل دي .
بريد د جمعې په ماښام ناوخته د سرښار بغداد په شمال کې د شياګانو په يو جومات کې شوې دی.له دی وړاندی د د عراق په مرکزي برخه کې د موټر بم چاودنې په نتيجه کې ۴ کسان وژل شوي وو. چارواکي وايي، په دې بمي حمله کې د سماراښار په مرکزي چوک کې د مظاهره چیانو یو کمپ په نښه شو. په دې ښار کې چې د بغداد په ۹۵ کیلومترۍ کې پروت دی او اکثریت وګړي یې سنیان دي، له څو میاشتو راهیسې په کې د حکومت ضد مظاهرې رواني دي.
ملګرې ملتونه وايې د تشدد پېښو په تېره یوه میاشت کې په ټول عراق کې اوه سوه یوشپېته کسان وژلي او له اولس سوو زیات یې ژوبل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG