د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان جګړه ختمولای شي. کریمي


د افغانستان د ملي پوځ مشر، جنرال شېر محمد کريمي
د افغانستان د ملي پوځ مشر، جنرال شېر محمد کريمي

فرانس پريس اژانس په خپل راپور کې د افغانستان د ملي پوځ د مشر، جنرال شېر محمد کريمي له خولې ليکلي چې، که پاکستان وغواړي د افغانستان جګړه په اونيو کې ختمېدلای شي.


نوموړي له بي بي سي سره په کړې مرکه کې، چې نن خپره شوه، د افغانستان او پاکستان تر مينځ موجوده بې باوري داسې مهال په ډاګه کړې چې امريکا د افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد خپله لس کلنه جګړه رانغاړي.

جنرال کريمي ويلي، د پاکستان مدرسې د ګرمۍ د رخصتيو په پلمه تړل شوي او اسلامي سخت دريځه زده کوونکي يې د جګړې له پاره افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړې، پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او کولای شي د افغانستان د روغې جوړې په پروسې کې مهم رول ولوبوي.

د جنرال کريمي په خبره، پاکستان هم د افغانستان په څېر د ترهګرۍ له ستونزې سره مخامخ دی او دا چې دواړه هېوادونه که په ريښتونې توګه او په ګډه کار وکړي نو دغې مسالې ته د حل يوه لار موندلای شي.

فرانس پريس اژانس ليکي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان د دوئ تر ټولو کلک ملاتړی و او زياتوي چې د طالبانو د يو شمېر مشرانو په اړه باور کيږي چې د پاکستان په کويټه ښار کې مېشت دي.

اژانس کاږي، په تېره يوه لسيزه کې په پاکستان کې د دغه هېواد د طالبانو يوه غورځنګ په وجود کې راغلو، چې د ترهګرۍ په خپلو عملياتو کې يې زرګونه خلک ووژل.

د اژانس له ليکنې سره سم، په داسې حال کې چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تيارۍ نيسي، په دغه هېواد کې جوړ جاړی راوستل د نړيوالو طاقتونو له لومړيتوبونو څخه ګڼل کيږي.

اژانس زياتوي، د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د تېرې اونۍ په پای کې د بريتانيا له وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره تر ليدنې وروسته وويل چې، حکومت به يې د افغانستان د امنيت او ثبات په برخه کې ټولې ممکنې مرستې وکړي.

د افغانستان د ملي پوځ مشر جنرال کريمي بي بي سي ته ويلي چې امريکا د پاکستان پر قبايلي سيمو ډرون بريدونه په خپله خوښه نه دي پيل کړي. د نوموړي په خبره، امريکايي ډرون بريدونه د هغو ترهګرو پر ضد کارول کيږي چې اسلام اباد غواړي له مينځه يوړل شي. جنرال کريمي زياته کړې، ډرون بريدونه کله هم د حقاني ترهګرې ډلې پر ضد نه کيږي.

فرانس پريس اژانس په خپل راپور کې وايي، نواز شريف، چې تېره مياشت يې د پاکستاني حکومت چارې سمبال کړې، پر قبايلي سيمو د ډرون بريدونو درولو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې هم دا نن، د چهار شنبې ورځ، پر شمالي وزيرستان ښوی يو بل ډرون بريد کې ۱۷ کسان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG