د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان:ډرون برید۱۷ مشکوک وسله وال ووژل


د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه کې ترسره شوي د بیګا شپې ډرون برید کې د وژل شویو مشکوک وسلو شمیر اوولسو (۱۷) تنو ته رسیدلی دی.


ځايي خلکو د مړو د شمیر تصدیق کړی دی.

نن د شورو یا چارشنبې پر سهار مشال رېډیو ته یوه ځايي امنیتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي بیګا شپه ډرون الوتکو د موجودو مشکوک وسله والو پر یو کور هغه مهال دوه توغندي ویشتلي.

ځینو بهرنيو رسنیو ادعا کړې چې د وژل شويو مشکوکه وسله والو تعلق له حقاني وسله والې ډلې سره دی.

دیادونې وړ ده چې په پاکستان کې د میا نواز شریف له وزیراعظم جوړېدو وروسته په قبایلي سیمه کې دا دویم ډرون برید دی. اولنې برید هم د تیرې میاشتې پر اوومه نېټه په شمالي وزیرستان کې شوی وو چې په کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي ول.

د مخکینیو هغو په څېر د پاکستان نوی حکومت د ډورن بریدونو پر ضد احتجاج کړی او دا یې د خپل هېواد د خپلواکۍ خلاف ورزي ګرځولې وه. خو امریکا بیا ډرون بریدونه د تره ګرو خلاف یوه موثره وسیله ګڼي.
XS
SM
MD
LG