د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مشرف د غدارۍ مقدمه چلوو. نوازشریف





د پاکستان وفاقي حکومت اعلان وکړ چې د پخواني پوځي مشر او صدر خلاف به د غدارۍ مقدمه چلوي او زیاتوي چې په دې ترڅ کې به عدالتي پرېکړې عملي کوي.


وفاقي حکومت وايي، پخواني پوځي صدر پروېز مشرف له لوري د ۲۰۰۷م کال درېیم نومبر ګامونه د غدارۍ غوندې دي.

حکومتي لوی څارنوال(اټارني جنرل) منیر اې ملک د وفاق له لوري ستر عدالت (سپریم کورټ) ته ې د پخواني صدر پروېز مشرف خلاف د غدارۍ مقدمه چلولو درخواست وړاندې کړ، چې په کې راغلي دي په دې ترڅ کې به د انصاف ټولې تقاضې پوره کېږي.

د وفاقي حکومت په ځواب کې ویل شوي دي، چې حکومت به په دې لړ کې د سیند های کورټ پرېکړې عملي کول باوري کوي. په هغه فېصله کې راغلي ول چې په ۲۰۰۷م کال درېیم نومبر د هغه مهال صدر او پوځي ولسمشر جنرل پروېز مشرف د آیین په معطلولو سره په غدارۍ لاسپورې کړی.

نن د ګل پر ورځ د پاکستان نوي وزیراعظم نوازشریف په قامي اسمبلۍ کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې د دوی پر ګوند پاکستان مسلم لیګ باندې ډېر زیات فشار واچول شو چې د پروېز مشرف بر ضد د غدارۍ مقدمې له چلولو لاس واخلي خو ده وویل چې ګوند به یې د هېڅ ډول غیرآییني ګام ملاتړ ونه کړي.

نوازشریف د پخواني پارلمان ستاینه وکړه چې پروېزمشرف اخیستل شوي ګامونه یې غیرآييني وبلل او د هغه مرسته یې ونه کړله. ده زیاته کړه چې د پروېزمشرف پر وړاندې د کېدونکو کاروایانو په ترڅ کې به پارلمان په اعتماد کې اخلي او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره به غونډې کوي


پخواني پوځي مشر پروېز مشرف په ۱۹۹۹م کال د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت ړنګ کړ او نوازشریف یې بندي کړ.

په پاکستان کې پوځي واکمنو بیا بیا ولسي حکومتونه راچپه کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې یو پخوانی پوځي مشر د غدارۍ مقدمې ته مخامخېږي. د ځینو شنونکو په اند د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت غواړي چې د پخواني پوځي مشر پروېزمشرف په مقدمه کولو سره په آینده کې د ممکنه پوځي کودتاګانو مخه ونیول شي.
XS
SM
MD
LG