د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ویر، تاوتریخوالی، ګاډي سوځل شوي


کراچۍ - د متحده قامي مومنټ په اعلان د شنبې پر ورځ په کراچۍ ښار کې ویر دی.


د کراچۍ سوداګرو او ټرانسپورټرانو د دې ملاتړ کړیدی چې له امله یې د پاکستان په دې صنعتي او کاورباري ښار کې ژوند په ټپه ولاړ دی .

تعلیمي ادارې هم د خالي پر ورځ په مکمله توګه بندې دي او په دغو ادارو کې امتحاني پرچې ځنډول شوې دي .

د کراچۍ ټرانسپورټران وایي، د جمعې د اېم کیو اېم ګوند د سېند اسمبلۍ غړي ساجد قریشي تر وژنې وروسته د ښار په بېلا بېلو برخو کې د دوی شپږ ګاډي قهرجنو کسانو سوځلي دي.

د کراچۍ ټرانسپورټرانو ټولنې مشر حاجي تواب خان په دې اړه وايي:

((نن (د شنبې پر ورځ) ټرانسپورټ بند دی. پرون د اېم کیو اېم د اېم پي اې تر وژنې وروسته زموږ پینځه ګاډي سوځل شوي دي. یو ګاډی نن سهار وتلی وو، هغه هم په بلدیه ټاون کې سوځل شوی دی. موږ له وېرې خپل ګاډي درولي دي. کله چې په داسې حالاتو کې زموږ ګاډي وسوځل شي نو بیا موږ ته حکومت معاوضه نه راکوي. حکومت موږ بېخي پاکستانیان نه ګڼي.))

د ژغورنې ادارې وايي، د ښار په بېلا بېلو برخو کې بېګا شپه ۹ نور کسان د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوي او ۱۸ ژوبل شوي دي.

یاده دې وي د جمعې په ورځ د اېم کیو اېم ګوند د سېند اسمبلۍ غړی ساجد قریشي، د هغه زلمی زوی وقاص قریشي او یو لاروی د ښار په نارت ناظم اباد کې وسله والو په داسې حال کې وژلي ول، چې دوی د مانځه تر ادا کولو وروسته کور ته په لار ول.

تحریک طالبان پاکستان د دغې پېښې پړه په خپله غاړه اخیستې ده.

د یادې ډلې ویاند احسان الله احسان له نامالوم ځایې څخه د ټیلیفون له لارې د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته ویلي چې دوی اېم کیو اېم ګوند خپل دښمن ګڼي او د دوی پر ضد به په پاکستان کې حملې روانې ساتي.

د اېم کیو اېم چارواکو د ساجد قریشي وژنه غندلې ده او د دې پېښې پر ضد یې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.

د یاد ګوند مشر الطاف حسین ویلي، طالبان په تش لاسو خلکو حملې کوي او ملګري ملتونه دې طالبان د نړۍ تر ټولو بزدله خلک وګڼي.
XS
SM
MD
LG