د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بشري حقونو سرغړونکې طالبان باید ونه بښل شي"


د بخښني نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنيشنل له افغان طالبانو سره د خبرو اترو د اعلان وروسته غوښتنه کړې ده چې د سولي په خبرو اترو کې دي د طالبانو هغه غړي او يا نور هغه خلک چې ورباندې د بشري حقونو د جدي سرغړونو تور دی له عدالتي کاروايې دې نه مستثنا کيږي.


طالبانو په قطر کې دفتر خلاص کړی دی او ډير ژر به د خبرو اترو مرحله پیل شي.

د بخښني نړيوال سازمان ايمنسټی انټرنيشنل په خپل جاري شوي بيان کې د سازمان د ايشاء او فيسفک د مشر پولې ټراسکوټ د پرونيو خبرو حواله ورکړې ده چې غږ کوي له افغان طالبانو سره دي د سولي په تړون کې هغه کسان له مقدمو مستثنی نه ګرزول کيږي چې ورباندي د بشري حقونو د جدي سرغړونو او جنګي جرمونو تور دی.

بيان زياتوي چې بايد هرو مرو د ښځو حقونو د ضمانت دي د خبرو اترو مهمه برخه و ګرزول شي.

د سازمان مشر پولي ټرانسکوټ پر مخ وايې، چې له طالبانو سره په کيدونکي تړون کې دي داسي سره کرښه راوايستل شي چې پکې دا هوډ څرګنډ وي چې طالبان به د ټولو افغان ښځو، سړيو او ماشومانو د حقونو ضمانت ورکوي.

بيان زياتوي چې په تړون کې بايد هرو مرو د قانون د واکمني او له هغو اغيزمنو خلکو سره دي نا انصافي نه وي شامله چې حکومتي يا بلي وسله والي ډلي د هغو بشري حقوق تر خپو لاندي کړي وي يا يې بيا جنګي جنايتونو تر سره کړي وي.

دا شان ايمنسټي انټرنيشنل په افغان حکومت غږ کوي چې د ددوه زره اوه د ملی ثبات او بيا پخلايني قانون دي منسوخ کړي.

ددې قانون له مخي هغه ټول خلک به له عدالتي کاروايې مستثنی وي چې په تيرو ديرش کلونو کي يې د بشري حقونو جدي سرغړونه يا يې جنګي جرمونو کړې وي. په دي ټول وژنه، په زوره خلک ورکول، شکنجه کول، جنسي تيری او په ښکاره د خلکو پهانسي کول شامل دي.

د سازمان په خبره هغه طالب جنګياليان چې له حکومت سره همکاري ته غاړه کيږدي هغه هم له کاروايې خلاص وي.

د بشري حقونو سازمان پخپل بيان کې د ملګرو ملتونو حواله ورکوي چې وايې، د دوه زره ديارلس کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د عامو خلکو په وژنه کې ۲۴ فيصده زياتوالی راغلی دی. په دې مده کې څه دپاسه درې زره عام خلک يا خو وژل شوي يا زخميان شوي دي.

په دې کې څلور اويا فيصده مرګ ژوبلي ذمه واره وسله والوډلي دي.

د يادوني وړ ده چې افغان طالبانو په قطر کې دفتر خلاص کړی او ډير ژر به د دوی او امريکا ترمينځ د خبرو اترو مرحله شروع شي خو افغان ولسمشری حامد کرزي تر هغو له خبرو اترو بائيکاټ کړی تر څو دا د افغان حکومت په مشري کې نه ترسره کيږي.
XS
SM
MD
LG