د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور:پر پوځي کاروان برید،۵ عسکر ووژل شو





د خیبر پښتونخوا له مرکز پیښور سره نزدې د متنو په سره خاوره سيمه کې بیګا ناوخته(زیارت شپه) د پاکستا ني پوځ پر يوه کاروان د وسله والو طالبانو په یوه بريد کې پنځه تنه عسکر وژل شوي او په ځوابي پوځي کاروايي کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.


د دې پيښي په اړه د متنو تاڼې ايس ايچ او بهرام خان د زیارت پر ورځ مشال راډيو ته وويل، ((د شپې په تیاره کې پر پوځي کاروان برید وشو، له دواړو غاړو سخته نښته ولګېدله. په برید کې مرګژوبله واوښتله. خو شرخوښو له تیارې په ګټه اخیستو خپل مړي له ځان سره وړي دي. د متنو په سیمه کې مو د پولیس نفري هم زیاته کړې ده. خو وسله وال شرخوښي له علاقه غېره په لس منټو کې دننه دلته کارويي وکړي بیرته منډه کړي.))

وسله والو طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخیستې ده ،

بلخوا د مشال راډيو خبر يال وايي، چې تېر ماښام په پېښور کې ګلبهار تاڼې سره نزدې ناڅرګنده کسانو پر پوليسو لاسي بمونه ویشتي دي، چې په کې د يو پوليسو په شمول درې عام کسان ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG