د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه به د افغان پولیسو مرسته کوي


اروپايي اتحاديه وايي، په راتلونکو کالونو کې به په بېلابېلو برخو کې د افغان پوليسو ملاتړ وکړي.

د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د اروپايي ټولنې چارواکو پرون د کورنيو چارو له وزير، جنرال مجتبى پتنګ سره په کتنه کې له افغان پوليسو سره د مرستو ژمنه وکړه.

په اعلاميه کې نه دي ويل شوي، چې اروپايي ټولنه په مشخص ډول له افغان پوليسو سره په کومو برخو کې همکاري کوي.

د کورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پتنګ په وروستيو کې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له ځينو چارواکو سره کتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG