د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه چاودنې او نښته، د وژل شویو شمېر ۲۸


د بلوچستان په مرکز کوټه کې د خالي پر ورځ پرله پسې دوه بمي چاودنو او په روغتون کې د وسله والو او امنیتي سرتېرو په نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.

د اتوار پر ورځ په ټول بلوچستان کې توره ورځ ده.

د خالي پر ورځ د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وویل، باید ولس له امنیتي سرتېرو سره ودرېږي او په ګډه سیمه له وسله والو ډلو پاکه کړي:

((زه د بلوچستان او د دې هیواد له ټولو وګړو غوښتنه کوم چې له موږ سره د دې خلکو (یانې وسله والو) پر ضد مرسته وکړي، ځکه چې موږ ټول په ګډه د دې مقابله کولای شو.))

د پاکستان دولتي ټیلي وېژن وايي، د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون هم د کوټې تاو تریخوالي پېښې غندلې دي. بان په خپل یوه بیان کې ویلي، په کوټه کې د دې ډول پېښو مقصد ښځې له تعلیمه بې برخې کول دي.

د شنبې په ماسپښین وړومبی د کوټې ښار په لویدیځ کې د بهادر خان ښځینه پوهنتون د زده کوونکو پر بس بمي حمله وشوه چې په کې ۱۴ نجونه ووژل شوې او ۲۰ ژوبلې شوې.

کله چې دا ژوبلې نجونه بولان میډیکل کمپلېکس ته د درملنې له پاره ورسول شوې نو هلته وسله والو دویمه چاودنه وکړه او بیا یې ډزې پیل کړې.

په دې پېښه کې د کوټې مرستیال کمېشنر عبدالصبور کاکړ، د ملېشې څلور سرتېري، څلور نرسانې او څلور وسله وال ووژل شول.

د دې حملو پړه وسله والې ډلې لشکر جنګوي منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG