د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ټاکنې به څوک وګټي؟



د ایران د نوي ولسمشر لپاره د شپږو کاندیدانو نر منځ سیالي ده، که په دوی کې یوه هم له پنځوس فیصده زیاتې رایې ونه ګټلې نو د دوو هغو امېدوارانو ترمنځ به دوباره مقابله کیږي چې تر نورو یې زیاتې رایې اخیستي وي.


د ایران د چارو شنونکي وايي دابه خامخا کیږي او د دویم پړاو ټاکنې به د جون په یویشتمه نیټه ترسره شي. ممکنه ده د دریو کاندیدانو محمد قالیباف، سعید جلیلي او علي اکبر ولایتي څخه د دوو ترمنځ وشي، ممکنه ده د دغو درېوو نه د یوه کس مقابله د معتدله کاندید حسن روحاني سره وشي.

نظر پوښتنې ښيي چې د تهران اوس مهاله ښاروال قالیباف اتلس فیصده رایې اخیستي دي، او روحاني چې د ایران پخوانی اټومي مرکچي دی پنځلس فیصده رایې اخیستي دي. دا نظر پوښتنه د مهر په نوم یوې ادارې کړې ده. ځینې نورې ادارې په نظر پوښتنو کې ښايي چې قالیباف غوره کاندید دی.

په واشنګټن کې میشت ایرانی شنونکی علي افشاري د دغو ټولټاکنو په اړه وايي :

(( که دیرش ملیونو نه زیاتو خلکو رایې ورکړې نو روحاني به د دوو بریالیو کاندیدانو څخه یو وي. وروسته له هغې چې پخواني مرستیال ولسمشر محمد رضا د هغه په حق کې له خپلې نوماندۍ تیرشو، پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د هغه ملاتړ وکړ، پخواني اصلاح غوښنونکي ولسمشر محمد خاتمي هم د ولسي ملاتړ په زیاتولو کې ونډه اخیستې، خو دا نه ده څرګنده چې تر کومه حده پورې، ځکه ځیني رایه ورکونکي د رايو په ورځ خپل ذهن استعمالوي. ))

شنونکي وايي که د محافظه کارو څخه ځیني له مقابلې ولویږي، ښايي د قالیباف ګټلو ته به لاره هواره کړي خو که دوی ټول په زغل کې وي نو ظاهره ده د دوی ووټونه به تقسیم شي. خو که ووټونه داسټبلیشمنټ یا حکومتي ادارې په سخته نګرانۍ کې وشول نو د محافظه کارو له منځ څخه یو د دوه زره څوارلسم کال د انتخاباتو ګټونکی اعلانېدلی شي.

شنونکی افشاري وايي ددا ډول حالاتو د جوړولو لپاره به حکومتي اداره په پراخه کچه درغلیو کولو ته اړ وي.

(( دا به داسې یو حالت وي چې انتخابات به نورمال نه وي. حکومتي اداره به خپل کاندید رامخ ته کړي، چې ښايي سعید جلیلي به وي، چاته چې دستر مذهبي پیشوا بشپړ تایید حاصل دی. حکومت هم د جلیلي په لوري رامات ښکاري، نو داسې ښکاري چې حکومتي اداره به سعید جلیلي بریالی کړي. ))

اوس داسې ښکاري چې حالات به ترینګلي وي. داپوزیشن مشران مهدي کروبي، میر حسین موسوي نظر بند کړل شوي دي، ډیری مخالف فعالین خاموشه کړل شوي دي. د کریم ساجد پور په نوم یو شنونکی وايي په ایران کې خلک له سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي مایوسۍ سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG