د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي.


د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي، هېواد يې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
ګويوډو ويستر ويلې پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کې په دې اړه خبرې وکړې. د ولسمشر وياند ايمل فيضي مشال راډيو ته وويل د جرمني د بهرنيو چارو وزير ژمن دى د سولې د پروسې په برخه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
د ښاغلي فيضي په خبره، د جرمني د بهرنيو چارو وزير په دې کتنه کې تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د جرمني د پوځي حضور پر دوام هم ټينګار وکړ. ګيودو ويستر ويلې پرون په کابل کې يوې غونډې ته وويل، تر ٢٠١٤م کال وروسته به له شپږو سوو تر اتو سوو پورې جرمني سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG