د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د امن لپاره ټول ګوندیزه جرګه جوړوي




په پېښور کې د اعلا وزیر له سرکاري کوره په خپاره شوي یو بیا کې راغلي چې د آفتاب احمد خان شیر پاو په کور کې د امنیت په باب د خیبر پښتونخوا په ایتلافی حکومت کې د شاملو ګوندونو تحریک انصاف، قومي وطن پارټۍ او جماعت اسلامي د مشرانو تر سنګ وزیر اعلا پروېز خټک او آفتاب شیرپاؤ ګډون وکړو-


په دې غونډه کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر آی جي پي احسان غني د اتحادی ګوندونو مشرانو ته د صوبی د امنیتی صورتحال په اړه بریفنګ ورکړو-

په دې غونډه کې حکمران اتحاد د امنیت په باب د مشاورتي جرګې په نامه یو ټول ګوندیز کانفرنس رابللو باندې سلا شوی دی.


د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا په هدایاتو په وزیر اعلا سیکرټریټ پیښور کې ولسي شکایات نیغ په نیغه هغه ته د رسولو لپاره یو خونه یا سېل جوړ کړل شوی دی .

په دی لړ کې د وزیر اعلا هاؤس پیښور نه د خپور شوی بیان تر مخه به ولس د سهار له اتو د ماښام تر اتو بجو پورې خپل شکایتونه په ټیلیفون نمبر ۹۲۱۱۷۶۵ او په فیکس نمبر ۹۲۱۲۲۳۷ یا په ایمیل cmcomplaint@outlook.com نیغ په نیغه وزیر اعلا ته رسولی شی-
XS
SM
MD
LG