د کندهار سیمه یېز چارواکي وايي چې د ارغستان په ولسوالۍ کې په یوې امنیتي پوستې کې اوه پولیس وژل شوي دي.
د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مشال راډیو ته وویل، چې دغه پولیس تیره شپه د دوو کسانو له خوا چې پولیس میلمانه کړي ول، وژل شول.
وسلوالو طالبانو د پیښې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې حمله کوونکو له دوی سره ارتباط در لودل.