د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پلاوي په افغانستان کې پرمختګونه وستایل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د میرمن لینا روز لیتنین په مشرۍ د امریکا د کانګریس له یو پلاوي سره ملاقات وکړ چې په کې د اړیکو د لا پراختیا، د تره ګرۍ ضد مبارزې، د امریکااو افغانستان ترمنځ د امنیتي موافقه لیک او په نورو چارو خبرې وشوې.


د امریکا د ګانګریس پلاوي د حامدکرزي په مشرۍ په تېره یوه لسیزه کې د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، د بیان و مطبوعاتو آزادۍ او د ډیموکراسۍ په برخوکې شوي پرمختګونه وستایل، ډاډ یې څرګند کړ چې له افغانستان سره به د امریکا مرستې او همکارۍ تر ډیرې مودې جاري وي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG