د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزیو کې د شري واکسینو کیمپېن


په قبایلي سیمې اورکزیو کې د شري ناروغۍ واکسین ورکولو اووه ورځنۍ کیمپېن روان دی.

په دې کیمپېن کې به له ۹ میاشتو تر ۱۲ کالونو پورې عمر لرونکو ۲۰ زره ماشومانو ته د شري له ناروغۍ د بچ کېدو پیچکارۍ یا ټیکې لګول کېږي.

په اورکزیو کې د روغتیا ادارې مشر ډاکتر نواب علي د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته ویلي، دا کیمپېن د مې میاشتې له ۲۳مې نېټې پیل شوی دی.

دی وايي، په دې لړ کې تر اوسه ۴۵۰ ماشومانو ته ستنې لګول شوې دي.

په اورکزیو کې په تېره یوه میاشت کې ۳۰ کسان په شري اخته شوي دي.

د یو بل خبر تر مخې د شمالي وزیرستان روغتیايي ادارې چارواکي وايي، د میر علي په اېپي سیمه کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

دوی زیاتوي، په تېر یوه کال کې په شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني څاڅکي ماشومانو ته نه دي ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG