د لاسرسي ځای

تازه خبر

لنډی کوتل: پر ناټو کنټېنر برید یو ډرایور ژوبل


په خیبر ایجنسۍ شاه ګۍ لنډيکوتل کې د ناټو په اکمالاتي ګاډي نن د جمعې په سهار د وسله والو په ‌ډزو او لاسي بمي بريد کې د ګاډي ډرایور ژوبل شوی.


د پيښې په اړه د خیبر ایجنسۍ د پوليټيکل انتظامیي يوه تن چارواکي مشال راډيو ته وويل، چې ژوبل شوی ډرايور حبیب الله نوميږي چې له افغانستانه یې د ناټو لپاره تيل وړونکی ګاډی واپس د پیښور په لور راروان کړی وو، چې په لنډيکوتل شاه ګی کې د نامالومو وسله والو تر برید لاندې راغی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG