د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډرون بریدونه سختدریځي نه شي ختمولی"


د کړکېچ څيړلو نړيواله اداره (انټرنيشنل کرايسيز ګروپ) د پاکستان تر وفاقي انتظام لاندې قبايلي سيمو کې د امريکايي ډرون بريدونو په اړه تازه خپاره کړي رپورټ کې ليکلي چې امريکا بايد د خپل ډرون پروګرام په اړه لا نور ډير شفافه واوسي يا په بله مانا په اړه يې واضحه معلومات ورکړي.


همداراز پاکستان بايد په قبايلي سيمو کې د امنيت خوندي کولو او هلته د حکومتي اختيار غځولو لپاره کار وکړي. ياده اداره ليکي چې ډرون بريدونه په يوازې سر نه شي کولی چې قبايلي سيمو کې د اسلامي تندلارو او سختدریځو خطر له منځه يوسي بلکې پاکستان بايد خپل قانونه دغو سيمو ته وغځوي او خلکو ته خپل حقونه ورکړي. په رپورټ کې راغلي چې که څه هم ډير شواهد شته چې ترې معلوميږي پاکستان له امريکا سره د ډرون بريدونو پر سره رضا دی خو بيا يې هم په ښکاره مخالفت کوي.

په رپورټ کې ځينې دا وړانديزونه شوي:

• پاکستان کې د مسلم ليګ (ن) ډلې د مشر نواز شريف راتلونکی حکومت بايد د ترهګرۍ د ختمولو لپاره قبايلي سيمو کې د رياست د واک، اختيار پراخول د خپلې پاليسۍ مهم ټکی جوړ کړي. نوی حکومت بايد اورپکي عدالتونه ته راحاضر کړي چې امريکا ته د ډرون بريدونه کولو ضرورت پيښ نه شي.

• ډرون بريدونه ځکه د مسلې اوږدمهاله حل نه دی چې تندلارې ډلې به بيا هم په خپلو ليکو کې د کسانو برتي کولو او شاملولو ته دوام ورکړي.

• امريکا بايد پر پاکستاني پوځ د اورپکو سره د همکارۍ نه کولو لپاره د فشار سربيره، قبايلي سيمې په آيني او قانوني مرکزيت کې راوستلو لپاره د اولسي هڅو ملاتړ وکړي.

• له ډرون بريدونو څخه د اوښتي زيانونو په اړه ډير او کره معلومات ځکه نشته چې پوځ د نړيوالو او خپلواکو څارونکو پر مخ خنډونه جوړ کړي، بايد چې دا خنډونه ليري شي او دوی د ډرون بريدونو هدف ګرځيدلې سيمو ته پريښودل شي تر څو سيمه کې د ډرون بريدونو اغېز وګوري.
XS
SM
MD
LG