د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب الله د سوري ځواکونو ملاتړ ته دانګلي



د لبنان حزب الله وسله واله ډله د سوریې ځواکونو سره یوځای شوې او د یاغیانو په سیمه کې یې له هغوی سره نښتې کړې.


حکومتې ځواکونو او د شیعه حزب الله وسله والو د لبنان پولې سره نزدې په قصیر سیمې د ولکې ټینګولو هڅه وکړه.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې په جګړه کې لږ تر لږه دوه پنځوس تنه وژل شوي دي.

په عین حال کې د اسراییلو وزیراعظم بن یامین نتن یاهو ویلي ، اسراييل چمتو دى چې د حزب الله ډلې مخه ونيسي چې په سوریا کې له ځينو سرچينو د وسلې ترلاسه نه کړي.

اسرایلو نه خو د هغې خبرې تاید کړي او نه یې رد کړې چې دوه اونۍ وړاندې یې له دمشق سره نزدې هوایي برید کړی وو، چې د ایران لخوا حزب الله ډلې ته د وسلو وړلو مخه ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG