د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : انتخابات او د تحریک انصاف دیوې مشرې قتل




په کراچۍ ښار کې نامالومه وسلوالو پرون د تحريک انصاف ګوند يوه مرکزي مشره وژلې ده. پوليس وايي زهره شاهد حسين دخپل کور مخې ته د خالي پر ورځ په نښه شوې ده.


بريدګر د پيښې وروسته په تيښته کې بريالي شوی. د بريد پړه چا نه ده منلي. پوليس وايي دا مالومه نه ده چې دقتل ترشا څه محرکات وو.

زهره شاهد حسين د تحريک انصاف ګوند د سند صوبې مرکزی مرستياله مشره وه. د تحريک انصاف ګوند د سند صوبې مشر نادر عبدل لغاری پرون خبريالانو ته وويل:

((يو بې دفاع ښځه ووژل شوه. او اوس امينت ټینګ کړل شوی دی. زه نه پوهيږم چې کوم شان حالات به وي. په پاکستان کې داسې قسمه تشدد په زياتيدو دی او د دې مخنيوی به څه رنګه کيږي ؟ هره ورځ خلک وژل کيږي او د تپوس کولو والا هیڅوک هم نشته.))

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپل ټويټر او بيان کې پرون د دې وژنې ذمه وار د متحده قامی موومنټ مشر الطاف حسين ګرځولی دی. بلخوا ايم کيو ايم د زهره شاهد وژنه غندلې او د عمران خان تورونه يې رد کړي دي.

بل پلو ، په کراچۍ ښار کې نن د قامی اسمبلۍ حلقه اين ای دوه سوه پنځوسم ۲۵۰ په دري څلوښت پولنګ مرکزونو کې رایې اچول کيږي. په دي حلقه کې د صوباي اسمبلۍ دوه حلقي پي ايس ۱۱۲ او پي ايس ۱۱۳ هم شامل دي.

د پاکستان اليکشن کيمشن ترمخه په پولنګ مرکزونو به پوځ او د رينجرز سرتيري پرځاي وي.په يادو حلقو کې ايم کيو ايم او پيپلز ګوند د انتخاباتو نه د بايکاټ اعلان کړی دی. دغه ګوندونه دريځ لري چې په ټوله حلقه کې دې انتخابات وکړل شي. ياده دې وي چې د يولسم مئي انتخاباتو کې د کراچۍ ښار اين ای ۲۵۰ کې د سياسي ګوندونو لخوا د ټګۍ تورونو وروسته په ځينيو پولنګ مرکزونو انتخاب ځنډول شوي وو.
XS
SM
MD
LG