د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: مسلم لیګ په لومړي ځای دی


په پاکستان کې د انتخاباتو د غیر حتمې نتیجو تر مخه مسلم لیګ ګوند دا وخت په لومړي ، پیپلز پارټي په دوهم او تحریک انصاف ګوند په دریم نمبر ده.
د پاکستان د سرکاري میډیا تر مخه مسلم لیګ ن تر اوسه پوري یوسل او پنځه یشت ، پیپلز پارټۍ دوه دیرش ، تحریک انصاف ګوند یو دیرش ، ایم کیو ایم وولس او جمعیت علما اسلام (ف) لس سیټونه ګټلې دي .
بلخوا د پاکستان الیکشن کمیشن د خیبر پښتونخوا د وو نوي ۹۷ سیټونو نتیجه اعلان کړې چې تر مخه یې تحریک انصاف ګوند په صوبه کې په پنځه دیرش سیټونو سره تر ټولو مخکې دي. جمعیت علما اسلام ګوند څوارلس ، مسلم لیګ ن یولس ، ازادو دولس ، جماعت اسلامي او قامي وطن پارټۍ وو ، عوامي نیشنل ګوند پنځه ، عوامي جمهوري اتحاد دري ، پیپلز پارټۍ دوه او ال پاکستان مسلم لیګ یو سیټ ګټلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG